د پوهنې وزارت وايي، د کابل ښار اړوند ۱۶گونو ښوونځیو د ۳۲ بابه ښوونځیو له څه‌باندې ۷زره تنو زده‌کوونکو څخه په رسمي ډول د معیاري ازموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغو ازموینو څخه یې بنسټیزه موخه د ازموینو اخیستلو له بېلابېلو لارو سره د زده‌کوونکو اشنا کول، د درسونو کیفیت لوړول، په ازموینو کې د روڼتیا تامینول، د زده‌کوونکو په ارزونه کې د ازموینو له ټولو اصولو سره د ښوونکو اشنا کول او د پوهنیز بهیر د پلي کولو په تړاو د ښوونکو او زده‌کوونکو ترمنځ د وظیفوي مسوولیت د احساس پیاوړتیا ده.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق وايي، د کابل ښار ښوونځیو له زده‌کوونکو څخه د نمونوي ازموینو اخیستلو بهیر به د روانې اوونۍ تر سې شنبې ورځې پورې په یو شمېر ښوونیزو ناحیو کې دوام ولري او له ۷ زره زده‌کوونکو څخه په نمونوي ازموینې واخیستل شي.

که څه هم اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې زرگونه دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي؛ خو د هېواد پوهنیز بهیر ټیټ شوی او د اوسني عصر له غوښتنو سره برابر نه دی.

د ښوونځیو د ټیټ کیفیت له نورو لاملونو څخه د ښوونکو د پوهې کچې ټیټوالی، د ښوونکو کم معاش، د ژوند اسانتیاوو نه برابري، د پوهنې نصاب ټیټ کیفیت او د کورنیو له لوري د خپلو ماشومانو نه هڅول هغه څه دي، چې زده‌کوونکي درسونو ته ځانگړې پاملرنه نه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version