د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې ملا عبدالغني برادر کابل ته د پنجشېر سيند د اوبو انتقال په اړه د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت له مسوولینو سره کتلي او ټينګار یې کړی، چې افغان حکومت د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې ته متوجې دی او په جدي او اساسي ډول یې د حل لپاره هڅې کوي.

په ناسته کې د کټوازي ګروپ شرکت مسوولينو ويلي، چمتو دي چې له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي او د اړينو معلوماتو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته به په دوه اوونیو کې د یادې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي.

ملا عبدالغني برادر د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده سپارلې، چې له خصوصي شرکت سره د دې پروژې د تخنیکي، مالي او تطبیقي اړخونو په اړه بحثونه وکړي او د یاد شرکت له استازو یې غوښتي چې په دوه اوونیو کې خپل راپور له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

ياده دې وي، چې کابل ښار په دې وروستيو کې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دی او اټکل کېږي چې تر راتلونکو څو کلونو د اوبو سطحه په بې ساري ډول ښکته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version