د عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند «آریا ښارګوټي» په لومړي او دویم فاز کې څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
د وزارت په وینا، دغه پرېکړه د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې له لورې د یاد ښارګوټي د ۱۶۶ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته شوې.
وزارت زیاتوي، چې د دغو ځمکو دوسیه څه موده وړاندې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له لوري یادې محکمې ته سپارل شوې وه.
د یادونې ده، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغان حکومت له اساسي موخو څخه ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې موخه رامنځته شوی دی.