‏د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه.

یاده غونډه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې، چې په‌کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړ پوړي چارواکو ګډون لري.

ټاکل شوې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version