‏په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې رسماً د سرپرست حکومت په اړه د دغه هېواد د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه ابلاغ کړې.

بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دیمتري ژیرنوف مولوي امیرخان متقي ته د روسیې د سترې محکمې هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه، چې له مخې یې د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له لېست څخه وویستل شو.

ښاغلي تکل زیاته کړې، چې د روسیې سفیر دغه پرېکړه د روسیې او افغانستان ترمنځ په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پرمختګ یوه تاریخي اقدام بللی.

بل لور ته مولوي امیرخان متقي د روسیې د دغه اقدام ستاینه او مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ بللی.

ښاغلي متقي دغه راز ویلي، چې له یادې پرېکړې سره به د دواړو هیوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version