Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د شاه او عروس بند کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
    افغانستان

    کابل کې د شاه او عروس بند کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

    صابر افغانصابر افغان31 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند کار بشپړ شوی او نن د ریاست الوزرا د اقتصادي، سياسي، او اداري مرستيالانو سربېره د کابينې د لوړپوړو غړو، د خصوصي سکټور استازو، او د سيمې د اوسېدونکو په شتون کې یې د پرانستې مراسم ترسره شول.

    مراسمو ته د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې په ننۍ نړۍ کې اوبه په اقتصادي او سياسي اړيکو کې د بحث مهم ټکی ګڼلی او ويلي یې دي چې په يو شمېر هېوادونو کې د اوبو ارزښت تر نفتو او قيمتي کاڼو هم ډېر دی.

    ښاغلي برادر اخوند زياته کړې چې په افغانستان کې تېرو حکومتوليو د تحميل شويو جګړو او يو شمېر کورنيو او بهرنيو عواملو له امله د اوبو د مديريت هڅه نه ده کړې؛ خو اوس اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتيا درک کړې او په همدې موخه یې د نورو پروژو سربېره د شاه او عروس بند ګټې اخيستنې ته وسپاره، چې په بشپړېدو سره به یې بزرګرانو ته د ځمکې خړوبولو اوبه برابرې شي، او د برښنا پر توليد سربېره به په فردي او ملي اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

    په يادو مراسمو کې دغه راز د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې د شاه او عروس بند بشپړېدل د پرمختګ او ځان بساينې په لور مهم ګام دي، اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي چې د هېواد د اوبو مديريت او کنټرول د افغانستان مهمه اړتيا ده او اسلامي امارت په دې لاره کې کوټلي ګامونه پورته کوي، او دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت وزير ملا عبدالطيف منصور بيا ويلي چې اسلامي امارت د لويو پروژو تطبيق ته ژمن دی.

    د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲میګاواټه برېښنا تولید کړي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان طالبانو غورځنګ: د کويټې پر عمومي سړک د طالبانو په جامه کې غلا د پوځ کار دی
    راتلونکي مقاله چینایي هېکرانو د امریکا له خزانې وزارت څخه محرم اسناد غلا کړي

    مربوطه لیکنې

    کابل ښار کې تر ځمکې لاندې ژورو ته د اوبو ترزیق مهمه پروژه عملي کېږي

    3 دسمبر 2025

    کابل کې د چین سفیر: پر چینایي اتباعو د برید عاملین غواړي د کابل او بیجېنګ اړیکې خرابې کړي

    3 دسمبر 2025

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 3 دسمبر 2025

    وروستیو سېلابونو اندونیزیا کې ۳.۳ میلونه خلک اغېزمن کړي

    د اندونیزیا د طبيعي پېښو مدیریت ادارې ویلي، چې وروستیو سیلابونو او ځمکې ښویېدنو تر…

    د القاعدې غورځنګ نصرة الاسلام والمسلمین څانګې تېره مياشت ۹۵ بريدونه ترسره کړي دي

    3 دسمبر 2025

    کابل ښار کې تر ځمکې لاندې ژورو ته د اوبو ترزیق مهمه پروژه عملي کېږي

    3 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    وروستیو سېلابونو اندونیزیا کې ۳.۳ میلونه خلک اغېزمن کړي

    3 دسمبر 2025

    د القاعدې غورځنګ نصرة الاسلام والمسلمین څانګې تېره مياشت ۹۵ بريدونه ترسره کړي دي

    3 دسمبر 2025

    کابل ښار کې تر ځمکې لاندې ژورو ته د اوبو ترزیق مهمه پروژه عملي کېږي

    3 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،084 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.