د کابل نړيوال هوايي ډگر اطرافي کنډک مسوولین وايي، د کابل ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې یې د شر او فساد ډلې یو غړی نیولی دی.
د یاد کنډک یو مسوول (هندوکشغږ) ته وویل، د یو کشفي راپور پر بنسټ یې خیبر د محمد اسماعیل زوی نیولی دی، چې بغاوت ډلې غړی دی او هم یې یادې ډلې ته کار کاوه.
د نوموړي په خبره، خیبر د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او اوسمهال یې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې د عربانو ښارگوټي څخه د بغاوت ډلې ته کار کاوه.:«له نیول شوي کس سره یو میل تومانچه او څلور جوړې نظامي یونیفورم هم نیول شوی دی، چې د لومړنیو معلوماتو وروسته به د هېواد عدلي ـ قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.»
تېره میاشت هم په کابل کې د بغاوت او شر او فساد ډلې گڼ غړي نیول شوي دي، چې اوسمهال ترې څېړنې روانې دي.
نږدې دوې ورځې وړاندې په تخار کې هم د شر او فساد ډلې دوو غړو ته مرگژوبله اوښتې وه؛ د شر او فساد ډلې یادو غړو غوښتل چې د مرکز تالقان اړوند د شاهراه کنډک اړوند د دشت رباط پر پوسته راکټي بریدونه وکړي، خو د استخباراتو د ځانگړو ځواکونو له کمین سره مخ شوي وو، چې له امله یې د شر او فساد ډلې یو تن عبدالخالق وژل شوی و او نېک محمد ژوندی نیول شوی و.