د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په همکارۍ د هېواد په پنځو غزني، کندز، تخار، پروان او فارياب ولایتونو کې ۱١١ تنه روږدي را ټول او د درملنې په موخه صحي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
د معينيت خبر پاڼه کې همدا راز دا هم وېل شوي چې: د يادو روږدو کسانو له منځه ٣٧ تنه په غزني ولایت کې، ٤١ تنه کندز ولایت کې، ١٠ تنه تخار ولایت کې، ٥ تنه پروان ولایت او ١٨ تنه فارياب ولایت کې را ټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې صحي کمپونو ته معرفي شوي دي.
ياده دې وي چې د اسلامي امارت له حاکميت را وروسته په هېواد کې د هر ډول نشه يي توکو کښت او استعمال منعه ګرځول شوی او همدا رنګه په تېرو درې کلونو کې لسګونه زره په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او په صحي مرکزونو کې د کار د زده کړې سربېره د دوی له روغېدو وروسته ورته په اړونده برخو کې کاري زمينه برابره شوې.