کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم د وروستي تېري او جنایت د توجيه او پټولو په موخه په يوه تازه مرکه کې د پاکستاني رژيم د پوځ وياند شريف چودري څرګندونې له سختو نیوکو سره مخ شوي.
نوموړي د خپلې مرکې په لومړي سر کې ادعا کړې، چې افغانستان د ډرون الوتکو د جوړولو وړتیا نه لري او دا ټکنالوژي ورته هند برابروي؛ خو یوازې څو دقیقې وروسته، د همدې مرکې په دوام وايي، چې په افغانستان کې یې د ډرون الوتکو د تولید یوه فابریکه په نښه کړې ده.
د ټولنيزو رسنيو ګڼو کاروونکو، د چودري دا څرګندونې رشخند کړي او وايي، که افغانستان د ډرون جوړولو توان ونه لري، نو د تولید د فابریکو بې اساسه ادعا ولې مطرح کېږي؟
