کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره تودیعي لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د دې هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار اوټرانزیټي لار ګڼل کېږي.

بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې په دې ليدنه کې د قزاقستان سفیر یسين ګيليديف د افغانستان جغرافیايي موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک بللی او ویلي یې دي، چې قزاقستان او افغانستان کولای شي لویو بازارونو ته د توکو لېږد لپاره ټرانزیټي لارې وکړي.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په کابل کې د قزاقستان د سفارت د کار دوام ستايلی او په تېرو درې کلونو کې يې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کې یې د سفیر رول مهم بللی .

همدارنګه خبرپاڼه وايي چې مولوي امیر خان متقي د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version