د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کابل له پوليتخنیک پوهنتون څخه د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۷۵۹ تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
له لوړو زدهکړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فراغت په دغه غونډه کې گڼو دولتي مسوولینو هم گډون کړی وو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې د ا.ا.ا په مختلفو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري چې نظام به د خدمت زمینه ورته برابروي او ملاتړ به یې کوي.
د لوړو زدهکړو چارسمبالي وزیر مولوي نداء محمد ندیم فارغ شوو محصلانو ته وویل، چې خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي، ماسټري او دوکتورا برنامو ته شامل شي او د خپل مسلک له لارې هېواد ته خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا د خپلو فارغو شوو انجنیرانو او علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې او کار زمینې برابرولو په فکر کې دی: «په نړۍ کې یوازېنی کامیابه نظام هغه دی چې امیر او مشر یې د رعیت د دنیا او اخرت په فکر کې وي او دا هغه څه دي چې اسلامي امارت په عمل کې ثابت کړي دي»
همداراز د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اسلام زرین تمدن ته په اشارې سره وویل چې اسلام تر نورو ادیانو زیات د تخنیک علم ته ارزښت ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له ۷ پوهنځیو او ۱۷ څانگو څخه ۲۲۲ د ماسټري او ۵۳۷ د لېسانس په کچه محصلين فارغ او د هېواد د ودانولو لپاره ټولنې ته وړاندې شول.