‏د کابل امنیه قومندانۍ په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د يادې قومندانۍ اړوند د ۱۱مې حوزې پولیسو د دې حوزې په اړوند سيمه کې درې تنه غله چې یو کور ته اوښتي وو او نغدي پیسې او یوه اندازه طلا یې غلا کړې وه نیولي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې همدارنګه یو بل تن هم چې له خلکو څخه یې په چل او دوکه جنسونه په کرایه وړل او خرڅول نیول شوی او دپولیسو په توقیف کې دی.

د يادونې ده چې کابل کې د امنيتي ادارو د هڅو په پايله کې په دې ښار کې د غلاوو‌ او جنايي جرمونو کچه د پخوا په پرتله په نشت حساب ده او د پام وړ کموالی پکې راغلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version