ګلوب اينډ ميل ورځپاڼې د دوه لوړ پوړو کاناډايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پر دغه هېواد د امريکا د احتمالي بريد په صورت کې به کاناډايي ځواکونه د افغان مجاهدينو له تکتيکونو څخه ګټه واخلي.
کاناډايي پوځي چارواکو يادې ورځپاڼې ته ويلي:«که چېرته امریکا پر موږ برید وکړ، موږ به یې پر ضد داسې تکتیکونه وکاروو لکه څنګه چې افغانانو د شورویانو او بیا د امریکایانو پر ضد کارول.»
کاناډايي چارواکو د روسیې او ناټو د اشغال پر وړاندې د افغانانانو جنګي تکتيکونو خورا تخريبي ياد کړي او پر کاناډا د امريکا د احتمالي بريد پر وړاندې د ځواب په پلان کې یې ځای ورکړی دی.
ياده دې وي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ګواښ کړی، چې کاناډا به نیسي او د امريکا ۵۱ ايالت به ترې جوړوي.