د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد وزارت د سربو او جستو د معیاري پروسس کارخونې د انتقال او نصب په برخه کې د پانګونې لپاره له فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون شرکتونو سره تفاهملیک لاسلیک کړی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د یادو شرکتونو له استازو سره د تفاهملیک د لاسلیک پر مهال ویلي، چې وزارت پانګوالو ته د کانونو د استخراج او پروسس او اړوندو کارخونو د جوړولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو د پروسس او په دې برخه کې د پانګونې د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.


