د عراق حکومت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت په رسمي ډول پای ته رسېدلی او له دې وروسته به له دې ائتلاف سره دوهاړخیزو امنیتي اړیکو ته دوام ورکړي.
د عراق د لومړي وزیر امنیتي سلاکار قاسم الاعرجي ويلي، چې په عراق کې د امريکا د پوځي ماموریت پای ته رسول د عراق د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
نوموړي ویلي، له دې وروسته به د امنیتي او استخباراتي همکاریو، معلوماتو او تجربو د شریکولو او د عراقي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري د دوهاړخیزو اړیکو له لارې دوام ولري.
په ورته مهال د امریکا د دفاع وزارت هم ویلي، چې عراق کې یې پوځي ماموريت په رسمي ډول پای ته رسېدلی او ځواکونه یې له اربیل هوايي اډې څخه د تجهيزاتو په اېستلو بوخت دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل ویلي، امریکا به له عراق سره د روزنې او استخباراتي ملاتړ په برخو کې همکاري روانه وساتي.
د عراق او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې په عراق کې د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې پای ته ورسېږي.


