د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هرات د کُرخ ولسوالۍ د سبزک سیمې د ډبرو سکرو کان د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد کان د استخراج چارې د وطن درخشان د کانونو د استخراج شرکت له لوري روانې دي، چې په نړیوالو معیارونو سره سمې پرمخ ځي.:«په دغه کان کې نړیوالو معیارونو ته په کتو غږیزې کامرې او لیني تېلفونونه لگول شوي. کله چې کان کیندونکي په تونلونو کې له ستونزو سره مخ شي کولی شي ژر تر ژره د یادو کامرو او تېلفونونو په مرسته خپلې ستونزې حل کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د وطن درخشان شرکت په دغه کان د څلورو مېلیونو ډالرو څخه په زیاته اندازه پانگونه کړې، چې اوسمهال یې د استخراج چارې په چټکۍ روانې دي او هم یې د ډبرو سکرو کیفیت خورا ښه دی.:«د دغه کان د تړون موده پینځه کاله ده. سربېره پر دې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم کار شوی. لکه د ښوونځیو رغول، خلکو ته د روغتیايي چارو برابرول او د سیمې زرگونه خلکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.»

اوسمهال د هېواد د گڼو لویو او کوچنيو کانونو د استخراج چارې روانې دي، چې له یادو کانونو هره میاشت د حکومت خزانې ته د مېلیونونه افغانۍ عواید راځي.

په هرات کې د ډبرو سکرو سربېره د اوسپنې او سرو زرو کانونه هم شته، چې د استخراج تړونونه یې پرو سږکال له بېلابېلو شرکتونو سره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version