د کندهار د صنعت او سوداگرۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نساجي نخي په نوم د ټوکر جوړونې کارخونې له اوږده ځنډ وروسته په ازمایښتي ډول کار پیل کړی دی.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، د کندهار د نساجۍ نخي کارخونه د سردار محمد داود خان له واکمنۍ راهیسي یې ماشینونه له کاره لوېدلي وو؛ خو اوس یې بېرته فعالیت پیل کړی دی.

د مسوولینو په خبره، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د یادې خونې د ترمیم چارې پیل شوې وې، چې اوس یې په ازمایښتي ډول تولید پیل کړ.

د کندهار د نساجي نخي کارخونې له ۳۲۰۰ ماشینونو څخه ۶۰۰ ماشینونه بېرته رغول شول شوي دي او پاتې ماشینونه به هم ورغول شوي.

د صنعت او سوداگرۍ ریاست وايي، یادې کارخونې مخکې عصري ټوکر تولیدول او په پام کې لري چې د اوسني عصر سره سم مروج ټوکر تولید کړي.

په افغانستان کې د اوږدې جگړې له امله د هېواد گڼې پخوانۍ کارخونې غیرفعاله وې، خو اوسمهال د گڼو پخوانیو کارخونو د بیاجوړونې کارونه روان دي.

د افغانستان په سوېل کې هر کال په ټنونو پنبه تولیدېږي، خو په هېواد کې د ټوکر د تولید د کارخونو د نشتوالي له امله د افغانستان پنبه نورو هېوادونو ته صادرېږي او په هېواد کې ډېره کمه اندازه ترې گټه اخیستل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که په هېواد کې دولتي او خصوصي د ټوکر تولیدولو کارخونې فعاله شي، د افغانستان پنبه به نورو هېوادونو ته نه صادرېږي، بلکې د هېواد دننه به پروسس کېږي او بېلابېل توکي به ترې جوړېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version