د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې روان لمریز کال په هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ترې ۵ میلیونه مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي او دا د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې افغانستان دامهال ټولټال ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له دې ډلې څخه یوازې ۵ میلیونه ټنه یې، هېواد کې د ننه تولیدیږي او څه باندې یونیم میلیون ټنه نور باید له بهره وارد شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۱،۶میلیون ډ‌الرو په ارزښت ۱۷ زره میټریک ټنه غنم هېواد ته وارد شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version