د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منګولیا ته تللی او هلته به له منګولیايي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.

دا د نړیوالې جنایي محکمې یو غړي هیواد ته د پوتین لومړی رسمي سفر دی.

دغې محکمې شاوخوا ۱۸ میاشتې وړاندې په اوکرایين کې د جنګي جرمونو په تور د پوتین د نیولو امر صادر کړی دی.

ورته مهال، اوکراين له منګولیا غوښتي چې پوتین ونیسي او نړیوالې جنايي محکمې ته یې وسپاري.

بل خوا بیا، د پوتین ویاند ویلي چې منګولیا ته د ولسمشر د سفر له پلوه اندېښنه نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version