Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کرنې وزیر: اوس باید د خوراکي توکو په تولید او کیفیت کې هم خپلواکي ولرو.
    افغانستان

    کرنې وزیر: اوس باید د خوراکي توکو په تولید او کیفیت کې هم خپلواکي ولرو.

    عمران آغاعمران آغا24 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ چارسمبالي وزیر عطاء الله عمري فاریاب ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د خوراکي توکو خپلواکي، د سر خپلواکي، د روغتیا خپلواکي، د خوړو خوندیتوب، د اوبو مدیریت او د ځمکې مدیریت هغه بنسټیزې مسئلې دي، چې د هر هېواد پرمختگ په همدغو یادو موضوعاتو پورې اړه لري.

    نوموړي ویلي، اوس د کار لپار زمینه برابره شوې، ستونزې نشته، امنیت ټینگ دی، خلک یو دي نو اړتیا ده، چې پخوانیو ستونزو ته د پای ټکی کېږدو.:«د ونو، ځنگلونو، څړځایونو او کرنیزو ځمکو څخه باید ساتنه وشي. خوراکي خوندیتوب او د ځان بسیاینې لپاره کار کول خورا اړین دي، باید کار وکړو ترڅو ځان بسیاینې ته ورسېږو، سالم او کیفیت لرونکي خواړه باید چمتو کړو، موږ د دوه دورې اشغال په مبارزه کې بریالي شو، اوس موږ د خپلې خاورې واکمن یو او کار ته اړتیا ده، له تاسو غواړم، چې په ټولو سیمو کې د کرنې کارکوونکو سره همکاري وکړئ.»

    د ښاغلي عمري په خبره، په نظام جوړولو کې په پرېکنده هوډ ودرېږئ، عدالت وکړئ، انډولیز چوپړتیاوې وړاندې کړئ، دا خاوره درملنې ته اړتیا لري، دا خاوره ډېر ټپونه لري، د ځمکې د ستونزو د حل په پار باید د تصفیې په برخه کې کار وکړو، د امارت مشرتابه او موږ هوډ لرو چې کار وکړو نو وخت ته اړتیا ده، ترڅو دا هېواد ودان شي.

    نوموړي همدا راز ژمنه کړې، چې اسلامي امارت د اوبو مدیریت ته ژمن دی او ډېر ژر به د هېواد اوبه مهار شي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې یو روغتیايي مرکز جوړېږي.
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت د یو مسوول حکومت په توگه چمتو دی چې له ټولو اړخونو سره خبرې وکړي.

    مربوطه لیکنې

    تېره یوه ورځ ۴۳۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

    27 جولای 2026

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جولای 2026

    تېره یوه ورځ ۴۳۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

    د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د یکشنبې په ورځ (د زمري…

    نتانیاهو ویلي، د غزې، لبنان او سوریې په اړه به خپل دریځ بدل نه کړو

    27 جولای 2026

    پنټاګون وایي، له یران سره جګړه کې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي

    27 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره یوه ورځ ۴۳۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

    27 جولای 2026

    نتانیاهو ویلي، د غزې، لبنان او سوریې په اړه به خپل دریځ بدل نه کړو

    27 جولای 2026

    پنټاګون وایي، له یران سره جګړه کې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي

    27 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.