یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې “کلمبیا” د فلسطین په “رام الله” ښار کې خپل سفارت پرانیزي.

کلمبیا چې پر اسرائیلو سخته نیوکې کوونکی هېواد دی، د روانې میاشتې په پیل کې یې له دغه رژیم سره ډیپلوماتیکې اړیکې هم پرې کړې دي.

د دغه هېواد ولسمشر “ګوستاو پېترو” له فلسطین سره د اړیکو د لا پیاوړې کولو په موخه د فلسطین په اوسني پلازمېنه رام الله ښار کې چې مرکزي لویدیځه غاړه کې موقعیت لري، د خپل هېواد سفارت پرانېستلو امر کړی دی.

په نړۍواله کچه د فلسطین ملاتړ مخ په ډېرېدو دی او تازه پرون هسپانیا، ناروې او ایرلنډ اعلان وکړ، چې فلسطیني دولت په رسمیت پېژني.

د فلسطین په اړه د دغو هېوادونو وروستی ګام د یو شمېر هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی.

تازه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ناروې، ایرلینډ او اسپانیا هېوادونو لخوا د فلسطین هېواد د یوه مستقل دولت په توګه په رسمیت پیژندلو، هرکلی کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا په سیمه کې د سولې او ثبات په موخه یو مهم ګام دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې نور هېوادونه به هم ډېر ژر د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version