د ایران د مخکیني ولسمشر ابراهیم رئیسي او ملګرو جنازې ته له افغانستانه د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی تللی و.

پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم شامل و.پلاوي د ایران سرپرست ولسمشر محمد مخبر او نورو لوړ پوړو چارواکو ته د تعزیت مراسم ادا کړل.

د تعزیت تر څنګ مهم پرمختګ دا و چې ملا برادر او مل پلاوی یې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د هغه هیواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء تکل وایي چې افغان پلاوي د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره هم لیدلي دي.

سره له دې چې تکل د دغه لیدنو نور جزیات نه دي ورکړي، خو ګومان کیږي چې دواړو لورو به په مهمو مسایلو خبرې کړې وي.

افغان حکومت د حماس د جګړې ملاتړ او د اسراییلي اشغالګرو بریدونه غندلي دي.

ملا برادر به دغه لیدنه کې حتماً د افغان مسلمان ولس دریځ او ملاتړ یو ځل بیا د حماس مشر ته څرګند کړی وي او د هغوی د بریالي کیدو دعا به یې کړې وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version