د راپورونو لهمخې، د امریکا کورنیو چارو وزارت زرګونه هغو افغانانو ته، چې د دغه هېواد په کلیفورنیا ایالت کې د مشروطو ویزو له مخې مېشت دي، خبرداری ورکړی چې باید په اوو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.
راپورونه کاږي، افغانانو ته په استول شویو لیکونو کې ویل شوي چې هغوی نور د پاتې کېدو قانوني حق نه لري او که له دغه هېواده ونه وځي، حکومت به یې پیدا او وشړي.
راپور زیاتوي، په دغو لیکونو کې دا هم راغلي چې دغه افغانان په امریکا کې د کار قانوني اجازه هم نه لري.
ویل شوي چې، د امریکایي چارواکو له دې خبرداري سره کلیفورنیا مېشتي زرګونه افغانان د شړلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
وړاندې تر دې د امریکا د کورني امنیت وزیرې د افغانستان اقتصادي او امنیتي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي دي چې افغانان باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د یادونې وړ ده، په ۲۰۲۱م کال کې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو له ماتې وروسته له دوی سره په جرمونو کې شریک لسګونه زره افغانان هم امریکا ته تښتېدلي وو.