د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه یاد هېواد ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم شامل دی.

په پام کې ده، چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير تهران کې د خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version