رویټرز خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د کمبودیا استازي چیا کیو له قوله ویلي چې دغه هېواد له ټایلنډ سره اوربند ته حاضر دی.
د سرچينې په خبره کمبودیا له قید او شرط پرته سملاسي اوربند او د شخړې سولهییز حل غوښتی دی او په خبره یې دا پرېکړه یې له امنیت شورا سره تر غونډې وروسته کړې ده.
ياده دې وي، چې ټایلنډ او کمبودیا پرون د دویم ځل لپاره یو پر بل د درنو وسلو ډزې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله جګړه نوره هم سخته او پراخه شوې ده.