د کندوز ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د ٢٥ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د پوهنې رییس رسنیو ته ویلي چې د ښوونځي دا ودانۍ په اقتاش ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د مالوماتو له مخې د دې ښووځي لپاره په نوې جوړه شوې ودانۍ کې ٨ درسي خونې ۲ اداري خونې ، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو څاه او نور اړين ملحقات شامل دي.

د یادولو وړ ده، چې  د دې ودانۍ د جوړېدو په بهیر کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version