د کندهار ولات د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې، په تېرو څو میاشتو کې کندهار ولایت کې څلور تنه بهرني وګړي چې د سیاحت په موخه کندهار ته راغلي و، د اسلام په مبارک دین مشرف شوي.

دغه ریاست نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، په دغو کسانو کې دوه تنه د ‎ټایلنډ بودایان او دوه نور د سلوانیا او سلواکیا عیسویان وو.

په خبرپاڼه کي د مسئولینو له خوا د اسلام دعوت او د ګرځندویانو ښه مېلمه پالنه هغه څه یاد شوي چي، له امله یې یاد کسان مسلمانان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version