د ارغنداب د سیندیزې حوزې د رئيس مشر سید محمد شرافت وايي، د دهلې بند اوبه د کندهار د اوو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې دي.
دی وايي، اوسمهال په کندهار کې کرنیزې ځمکې اوبو ته اړتیا لري او د دهلې بند هم په کافي اندازه اوبه ذخیره کړې وې.: د دهلې بند اوبه خوشې کولو پرېکړه د کندهار د اوو ولسوالیو د استازو او میرابانو په شتون کې وشوه.»
د ده په خبره، د ارغنداب د سیندیزې حوزې مسوولین د دغه بند اوبو کنټرول، تنظیم او څارنه کوي او د اړتیا پر مهال یې اوبه خوشې کوي.
دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې په ۱۹۵۰-۱۹۵۲ کلونو کې د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی.
دغه بند پخوا د ۵۰۰ مېلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس یې کاسه په سلو کې ۴۰ سلنه له خړو ډکه شوې او د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ مېلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.
د دهلې بند کندهار ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو سربېره زرگونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبوي.
یاد بند ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږدوالی لري. د دهلې بند د ۲۲ مېگاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.