له نن څخه، شاخوا لس مياشتې وړاندې د تېر کال د دلوې میاشتې په نهمه نېټه د سه شنبې په شپه د خوست ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې يوه زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۳ غړي د بې رحمه قاتلينو له لوري شهيدان شول.

د ياد جنايت ترسره کوونکي، د طلا‌ محمد په نوم ۵۰ کلن پلار او د احمد او حفيظ الله په نوم د همدې کس دوه زامن وو چې له پېښې وروسته په ډېر کم وخت کې امنيتي ځواکونو نيولي او عدليي ارګانونو ته سپارلي وو.

په دې موده کې د پېښې له بشپړې څېړنې او شواهدو وروسته محکمې په يادو کسانو د قصاص حکم صادر کړی، چې ټاکل شوې سبا سهار لس بجې تطبيق شي.

د معلوماتو له مخې سبا ورځ به د خوست په ولايتي سټېډيم کې په ۵۰ کلن طلا‌ محمد د قصاص حکم تطبيق او په دوه زامنو یې هم په بل مناسب وخت کې ورته حکم تطبيق شي.

د قصاص د تطبيق دا اعلان تر دې دمه د هېواد دننه او بهر د مسلمانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او د الهي احکامو د پلي کولو ملاتړ شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version