د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند، نذیر شکیب هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د دغې قول اردو له لوري د هوایي ځواک پر مټ د کندهار ولایت په میوند، پنجوایي او ریګستان والسوالیو کې له هغه لسګونو کورنیو سره چې د تګ او راتګ لارې یې د وروستیو سیلابونو له امله تړل شوي، د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې قول اردو له لوري تر دې وړاندې هم په سېلابونو کې له بند پاتې سلګونه کورنیو سره مرستې شوې دي.

ښاغلي شکېب ویلي، د اسلامي ملي اردو ځواکونه د تل په څېر د خپلو هېوادوالو د امنیت سربېره د دوی ژغورنه لومړیتوب ګڼي.

د ویلو ده، چې د نن (سه شنبې) ورځې په اوږدو کې د افغان هوايي ځواک له لوري هم په سېلابونو کې بند سلګونه کسان ژغورل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version