د کندهار ولایت ځایي مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې په عصري ټکنالوژۍ سمبال د غوړيو د تولید درې فابریکې جوړیږي.

د مسوولینو په وینا په دې فابریکو کې به په نړۍوال معیار برابر باکېفیته غوړي تولید شي.

اوس مهال کندهار کې هر کال ۵۰ زره ټنه د پنبې دانې کورني غوړي د پنبې د پروسېس له فابریکو ترلاسه کیږي، چې د کندهار د صنعت او معدن خونې په وینا د کیفیت له اړخه ډېر ښه نه دي.

د یادې خونې مسوولین وايي، په کندهار کې دا مهال د غوړو د تولید د درېیو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي، چې غوړي به پر نړۍوال معیار برابر د عصري ټیکنالوژي پر مټ تولید کړي او کیفیت به یې ډیر عالي وي.

په دې وروستیو کې د کندهار اوسېدونکو د پنبه دانې کورنیو غوړیو ته مخه کړې او تقاضا یې هم زیاته شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version