‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار کې د څه ‌باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.

وزارت زیاته کړې، چې یادې شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي لګښت جوړېږي.

عام باور دا دی، چې د یادو شنو خونو له جوړېدو سره به د بزګران وکولی شي، په هر فصل کې تازه زراعتي محصولات بازار ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version