د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د انسان تښتونې، د مرګ ګواښ، انساني قاچاق او غلا په تړاو د نورستان، هرات، نیمروز، پکتیکا او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، له دې ډلې پنځه تنه په نورستان کې د انسان تښتونې په تړاو، درې تنه په هرات کې د مرګ د ګواښ، وهلو ټکولو او زورواکۍ په تړاو، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز او درې تنه په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.