ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۱۰/۱۵ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د اوبو او انرژۍ وزير مولوي عبداللطیف منصور: که څوک خفه کېږي که خوشحالېږي موږ د افغانستان اوبه هرومرو مديريت کوو.
۲_خالد سمیر زاویه نیوز ته؛ تش په نوم رسنیو! د خدای لپاره د خلکو په غمجنو پېښو سوداګري مه کوئ.
۳_د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: اوبو او انرژۍ وزارت تېرکال د اوبو د مدیریت او برېښنا تولید په برخو کې مهمې پروژې بشپړې کړي.
۴_د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: کونړ کې څلور کلنه قومي شخړه حل شوه.
۵_افغان او پاکستاني لوري د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ پر وړاندې د شته ستونزو پر حل خبرې کړي.
۶_د احصائیې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال بدخشان کې څه باندې ۱۰۸ زره کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت خدمات وړاندې شوي.
۷_د پروان د باغ درې اوبو بند د دويمې برخې د جوړولو چارې پيل شوې.
۸_کورنیو چارو وزارت: امنیتي ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي.
- [ ] سیمه:
۱_پاکستاني طالبانو د قومي مشرانو په ضمانت څلور پاکستاني پولیس او پوځیان خوشې کړل.
۲_په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ لومړی پړاو غیر مستقیمې خبرې اترې رغنده پایته ورسېدې.
۳_د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغان کډوال ازاد او بیرته هېواد ته راستانه شول.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_ميټا شرکت د صهيونيستي اسرائيلو په غوښتنه له ټولنيزو رسنيو لسګونه زره پوسټونه حذف کړي.
۲_د خلیل الحیه په مشرۍ د حماس غورځنګ پلاوی په رسمي سفر قاهرې ته تللی.
۳حماس غورځنګ غزه کې د اسرائیلو د جاسوسۍ دوه ډرون الوتکې نيولې دي.
- [ ] نړۍ:
۱_سوریې له شل کلن ځنډ وروسته له جنوبي کوریا سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیا ټینګېدو هوکړه کړې.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.