شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت وایي، د بغلان امنیه قومندانۍ، جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار په اړوندو سیمو کې د غلو اته کسیزه وسله واله ډله نیولې.د یاد وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو له دغې ډلې ۶۰۰ زره افغانۍ، یو عراده موټر، دوه میله توفنګچې، یو میل چرهییز ټوپک، څلور ګرځنده مبایلونه او نور د غلا توکي ترلاسه کړي دي.ویل شوي، چې غلا شوې پیسې او جنسونه د اسنادو او شواهدو له کتلو وروسته بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي او د یادو توکو مالکان د امنیتي ځواکونو له هڅو په مننې د دوی هلې ځلې ستایلي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري: افغان ملت د دښمن هر ډول توطیو او دوکو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی23 اپریل 2026
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: محتسبینو یې تېره اوونۍ د ښځو حقونو اړوند ۱۲۴ قضیو ته رسېدنه کړې23 اپریل 2026