د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل سربېره یې په ولایتونو کې هم د عاشورا ورځو او محرم میاشتې لپاره ځانگړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عامه‌امن پولیس په کابل او ولایتونو کې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې یادو مراسمو ته یې ځانگړي امنیتي تدابیر نیولي دي.: «دغه ځواکونه ټولو هېوادوالو او په تېره د کابل اوسېدونکو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي او ژمنه کوي چې شپه او ورځ به د دوی خدمت کوي. د عامه‌امن پولیس د امنیت ټينگښت او خپلو خلکو ساتنه خپل ویاړ گڼي او له خپلو هېوادوالو غواړي چې د ډاډمن امنیت لپاره دې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»

د یو بل خبر له مخې، د پکتیا د پولیسو د ښوونې او روزنې له روزنیز مرکز څخه ۵۴ تنه منسوبین فارغ شوي دي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، فارغ شوو ځوانانو ته بري‌لیکونه ورکړل شوي او د پولیسو په لیکو کې به په بېلابېلو دندو وگمارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version