د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سرپل امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه ماشومان د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي.

د خبر له مخې، یاد ماشومان د سرپل ولایت د مرکز اړوند قاضي‌کېنتي کلي له مربوطاتو تښتول شوي وو.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې تړاو دوه انسان‌تښتوونکي نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version