کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات ښار کې د حرفوي غلو اته کسیزه ډله نیولې.

د یاد وزارت په وینا، نیول شویو غلو به په هرات ښار کې له خلکو نقلیه وسایط او مبایلونه غلا کول.

وزارت زیاتوي، نیول شوي غله به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version