د امریکا ماساچوسټ ایالت کې د زړو او عمر خوړلیو کسانو د ساتنې په یوه مرکز کې د یکشنبې په شپه اور لګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او تر ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.
نړیوالو رسنیو د دغه ایالت د اور وژنې رئیس جفري بیکن له قوله لیکلي، چې اور د بوستون ښار ته نږدې فالریور ښار کې د «ګبریل» هاوس په نوم د سپینږیرو د ساتنې په یوت مرکز کې د شپې نږدې لس بجې لګیدلی او شاوخوا ۱۲ تنه ترې ژغورل شوي.
ویل شوي، چې په دغه پېښه کې پنځه اور وژونکي هم ټپیان شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.