د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پینځو ولایتونو کې ۲۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د هېواد په پینځو ولایتونو کې د غلا، اخلاقي فساد، د وسلو د ناقانونه لرلو او د وژنې د نیت لرلو په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.: «له منځه یې، څلور وسلهوال او مسلکي غله، درې تنه د اخلاقي فساد او دوه تنه د یو کس د وژلو د نیت لرلو په تړاو په تخار، شپږ غله په غزني، درې تنه په نیمروز کې د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو او دوه غله په بلخ او ننگرهار کې نیول شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو ننگرهار کې څلور تنه له ۶۸ کیلو شیشې، یو میل کرین کوف، یو میل تومانچې، ۵ شاژرونو، یوه اندازه چرسو او نشه لرونکو گولیو سره نیولي دي.همداراز یادو منسوبینو د نشهیي توکو د پلور په تړاو دوه تنه په سرپل او یو تن په سمنگان کې نیولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تخار امنیه قومندانۍ منسوبینو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ددغه ولایت په مربوطاتو کې د غلا، ځورونو، ناقانونه وسلو گرځولو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي. همدا ډول د یاد ولایت ترهگرۍ سره د مبارزې پولیسو یوه اندازه وسله او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ډاډمن امن لپاره یې پولیس شپه او ورځ کار کوي، څو هېوادوال په خوندي ډول د خپل ژوند چارې پرمخ یوسي.