د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تخار، روزگان، هرات، نیمروز او نورستان ولایتونو کې ۲۳ تنه د غلا، وژنې، ناقانونه ښکار او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له منځه یې، تخار کې ۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو، هرات کې یو تن د وژنې او څلور تنه د وسله‌والو غلاوو په تړاو، روزگان کې شپږ تنه د الوتونکو مرغانو د ښکار په تړاو، دوه مجرمین په روزگان او یو تن د غلا په تړاو په نیمروز کې نیول شوی دی.

همدارنگه پولیسو د نشه‌یي توکو پر ضد عملیاتو کې دوه تنه د ۱۲۹ کیلو اېف په تړاو د غور په دولت‌یار ولسوالۍ کې نیولي او یو تن چې غوښتل یې ۵ کیلو هیرویین د ورېښمو بندر له لارې په خپلو پښو کې قاچاق کړي نیولی دی.

همداراز پولیسو د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو څلور تنه په تخار او دوه تنه په دایکندي ولایت کې نیولي دي.

یاد وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو شپه او ورځ هڅه کوي چې مجرمین پر وخت ونیسي او هېوادوال په ازاده فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version