کوزنیو پښتنو مشرانو ته افغانستان یوه لنګه غوا ده، هرې خوا ته یې چې مادي ګټه ولیدله هماغه خوا تولېږي، خو پاکستانيتوب ته ډېر ژمن دي او د افغانیت تمثیل د پیسو د کڅوړو لپاره کوي.
له اجمل خټکه واخله تر افراسیاب خټک، محمودخان اڅکزي، ولي خان، اسفندریار ولي خان او د پېښور تر ګردو خانانو پورې له افغانستان څخه دوی یوازې د پیسو او امتیازاتو بستې تر لاسه کړي نور یې زموږ سره هیڅ ډول خواخوږي نه ده لرلې.
دغه کلشه شوي او سولیدلې څېرې یوازې له دې ځایه پیسې نه وړي، بلکې د افغانستان دښمنانو ته زموږ معلومات هم لېږدوي او د تاریخ په اوږدو کې یې لېږدولي هم دي.
په افغانستان کې یې د هیڅ نظام ملاتړ نه دی کړی په هره سخته کې یې افغانان څه چې د فاټا پښتانه هم خرڅ کړي او هم یې یوازې پریښي؛ بس د دوی چې چېرته ګټه تامینیږي هغوی ته وایي چې موږ له تاسې سره یو چې دا بالذات د بې مروته او منافق ډولو انسانانو ځانګړنه وي.
د افغانستان حکومتونو هیڅکله دوی نه دي پریښي، ان د دوی لپاره یې د قبایلو مستقل وزارت ایجاد کړ، د دوی د اولادونو د روزنې لپاره یې د خوشحال خان او رحمان بابا لیسې ایجادې کړې، د انستیتونو او پوهنتونونو وړیا تحصیلي بورسیې یې ورته ورکړې، چې اوس هم د افغانستان اسلامي امارت د دوی اولادونو ته تحصیلي بورسیې ځانګړي کړي؛ مګر سیاسي مشرانو یې د سیاست دوکانونه خلاص کړي او ددې هټۍ ګانو پر دخلونو یې سترګې ګنډلي.
تېره ورځ د محمود خان اڅکزي بیان مخې ته راغی چې ویلي یې وو: موږ له پوځ سره دښمني نه لرو، ډیورینډ د پاکستان رسمي خاوره ده، موږ له پاکستان او پوځ ملاتړ کوو او د دوی په وړاندې درېدل بغاوت دی چې موږ باغیان نه یو او د باغیانو خلاف یو.
تر محمود خان اڅکزي مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر انورالحق کاکړ هم ځان پاکستانی بللی و او ویلي وو چې موږ افغانانو خرڅ کړي یو.
حتا د همدغو کاکړانو چې په نماینده ګۍ انوارالحق کاکړ د پاکستان سرپرست لومړی وزیر و، هغه وخت یې مشري غلام محمد کاکړ کوله، د ډېورنډ له تړون وړاندې یې د امیر له پلویانو سره په کوئټه کې د برېتانویانو په ملاتړ څو ځله نښتې وکړې او دوی د برېتانویانو په ملاتړ بریا حاصله کړه.
که پوښتنه وشي، چې په پښتونخوا کې د پېښور د جمرود له چوڼۍ چا د امیر عبدالرحمان خان پر ضد د جګړې اعلانونه کول؟ خو ښکاره خبره ده، چې کوزنیو پښتنو مشرانو، د امیر عبدالرحمان خان له اطاعت څخه بغاوت کړی و او له انګریز سره یې لاس یو کړی و.
حاجي ولي جان یوسفزی څوک و؟ او ولې یې د امیر په خلاف له انګرېزانو سره لاس یو کړی و؟ ځکه چې غوښتل یې دوی له انګرېزانو سره خپلې اړیکې ولري.
که څه هم امیر پر ټول افغانستان واک نه لاره؛ خو کټ مټ دا مسئله په ټولې کوزې پښتونخوا کې تکرار شوه او د امیر عبدالرحمان خان لاسونه یې له پښتونخوا پسې ورلنډ کړل، دا کار د پښتنو مشرانو په ملاتړ انګرېزانو وکړ او بې وسه؛ مګر قهرجن امیر یې یوازې تر یوې محدودې جغرافیې محدود کړ.
امیر عبدالرحمان خان لومړی امیر نه و، بلکې له دې وړاندې یعقوب خان، امېر شېر علي خان او نور هم له ورته ستونزې سره مخ وو.
که چېرته امیر عبدالرحمان خان په کوئټه او پېښور خپل واک ټینګ ساتلی وای، هغه به کله هم له انګریزانو سره د ډېورنډ د تړون په اړه بحث ته نه حاضرېده؛ خو په کوئټه او پښتنونخوا کې یو شمېر پر برېتانوي هند پلورل شوي مشران موجود وو، چې غوښتل یې په دغو سیمو کې د امیر واک کمزوری او په مستقیم ډول له برېتانویانو سره تعامل ولري.
تاریخي مستند روایات دا دي، چې د کوئټه او پېښور یو شمېر قومي مشران د انګرېزانو په طرف وو، په انګریزي دربار کې له ښو دندو او ډالیو برخمن وو او کله چې وخت د دې راغی چې له برېتانوي هند سره یو ځل بیا کرښه معلومه شي، دوی ټول د برېتانوي هند په طرف ودرېدل.
دا هغه وخت دی، چې د لوی افغانستان وجود په سیاسي لحاظ وېشل شوی؛ خو یوازې رسمي مراسم پاتې دي.
برېتانویانو پېسې، ځواک او نړۍواله واکمني لرله؛ مګر امیر عبدالرحمان خان دا هېڅ نه لرل؛ خو د یوه مستقلې خاورې او سیاسي جغرافیې واک یې لاره؛ هماغسې وشول، امیر یې محدود کړ او دومره یې مجبور کړ، چې د ډېورنډ تړون ته غاړه کېږدي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.