د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېټرو، د صهیونیستي رژیم له‌خوا غزې ته د مرسته‌رسوونکو بېړیو د نیولو په غبرګون کې، صهیونیستي ډیپلوماټانو ته امر کړی چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

نوموړي د مرستندویه کښتیو د رضاکاره فعالانو نیول کېدل «صهیونیستي جنایت» بللی او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې یو شمېر کولمبیایي اتباع هم د صهیونیستي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

نوموړي همداراز له صهیونیستي رژیم سره د ازادې سوداګرۍ د تړون لغوه کولو امر هم کړی دی.

د یادونې ده، چې صهیونیستي سمندري ځواکونو تېره شپه غزې ته مرسته رسوونکې کښتۍ درولي او د اقلیم او چاپېریال ساتنې برخې فعالې ګریټا تنبرګ په ګډون یې پکې ناست فعالان نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version