له سیمي ځایي سرچینو نن دوشنبه (د وږي، ۱۰مه) هندوکش‌غږ ته وویل، چې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې زلزلې سلګونه کورونه نړولي.

سرچینه زیاتوي، چې د زلزلې له امله بشپړ کلي وران شوي، سلکونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او اوس هم په وقفه یې ډول زلزله دوام لري.

دې سرچینې چې له هندوکش‌غږ سره خبرې کولې، سیمې ته یې د بېړنیو خدماتو او هوایي مرستې د رسولو غوښتنه وکړه او ټینګار وکړ چې لا هم د سلګونه شهیدانو جسدونه تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.

ورته مهال دې سرچینې سیمې ته د هوایي ځواک د چورلکو د رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې دا مهال په بېړنۍ توګه د ژغورنې عملیات دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې شپې زلزلو له امله د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د زیانونو خبر ورکړل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version