د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په کونړ کې یې ۴۵۰ تنه ځوانان د فني او حرفوي زده‌کړو له شپږ میاشتنۍ دورې څخه فارغ کړي دي او ټولنې ته یې د ماهرو او نیمه‌ماهرو کارکوونکو په توگه وړاندې کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په کچه ځوانانو ته د کارموندنې او د ماهرو او نیمه ماهرو کارکوونکو د روزلو پروگرام له لارې غواړي تر یوه حده له بې‌کارۍ سره مبارزه وکړي او د فقر کچه راټیټه کړي، چې په همدې موخه یې د کونړ د مرکز په گډون د وټه‌پور او غازي‌اباد ولسوالیو ۴۵۰ ځوانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړې.

د خبرپاڼې له مخې، یادو ځوانانو د شپږو میاشتو په موده کې د موبایل ترمیم، ترکاڼۍ، غالۍ اوبدلو او سلمه‌گنډلو په برخه کې حرفوي زده‌کړې ورکړي دي.

د شپول موسسې استازي خوشحال عمري ویلي، د دې موسسې په همکارۍ یادو ځوانانو حرفوي زده‌کړې ورکړې. :«یادو ځوانانو ته د زده‌کړو په بهیر کې ۶۴۰۰ افغانۍ میاشتنی معاش هم ورکول کېده او هیله‌من یم تر فراغت وروسته د کار په بازار کې خپله ونډه او مسوولیت تر سره او د خپلو کورنیو د مصارفو د گټلو جوگه شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال زرگونه ځوانان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په حرفوي زده‌کړو بوخت دي، چې موخه یې د بې‌کارۍ کچې راکمول او ځوانانو ته د یوې سالمې بوختیا برابرول دي.

افغانستان د وگړو له اړخه گڼ ځوانان لري؛ خو په هېواد کې د بې‌کارۍ له امله گڼ ځوانان بهرنیو هېوادونو ته مخه کوي، چې هلته هم له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version