د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ پر سياسي دفتر د اسرائيلي رژيم بريد تر دا مهاله د ګڼ شمېر هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوی او ياده چاره له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه او د قطر په ملي حاکميت تېری بللی دی.
د ياد بريد په اړه تر دې دمه قطر، افغانستان، مراکش، سعودي عربستان، سوماليا، عمان، سوريه، الجزایر متحده عربي امارات او ايران هېوادونو غبرګونونه ښودلي دي.
ياده دې وي، چې اسرائيلو نن د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ پر سياسي دفتر د جټ الوتکو پر مټ بريد وکړ، چې اسرائيل د حماس غورځنګ د لوړپوړو غړو د شهادت ادعا کوي؛ خو حماس غورځنګ الجزيرې ته ياده ادعا رد کړې او په خبره یې د خليل الحية په مشرۍ پلاوی له بريد روغ وتلی دی.