د هندوکش‌غږ د سرچينو د معلوماتو په اساس، په تېره اګست مياشت کې په اسلام آباد کې د جوړيدونکې خو ځنډول شوې غونډې په اړه د مقاومت شوری په رهبري کې د نظر اختلاف په يو جدي اختلاف بدل شوی، تر دې چې ځينو مهمو غړو يې له يادې شوری سره پرېکون وکړ.

د کره معلوماتو په اساس د جمعيت ډله او د مقاومت په نوم جبهه چې د ټولو په نسبت زيات يې د اسلام آباد په غونډه کې له ګډون سره مخالفت کاوه؛ ګواښ وکړ چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مقاومت شوری په استازيتوب په ياده غونډه کې ګډون وکړي او د شوری له ټولو غړو څخه یې په ياده غونډه کې د نه ګډون غوښتنه کوله، دوی د اسلام آباد په غونډه کې ګډون د مقاومت شوری او جمعيت ډلې لپاره توهين باله او ويل يې چې دا د يوې ښځې (فوزيه کوفي) له خوا ده چې چندان موقف او جايګاه نه لري او نه هم پرې کومه نتيجه مرتبه کېدلای شي، بناءً په داسې يوه غونډه کې ګډون کول نه يوازې چې بې ګټې دی، بلکې د خپل حيثيت له منځه وړل هم دي، په داسې حال کې چې عبدالرشيد دوستم او په شوری کې همنظره ټيم يې په ياده غونډه کې د ګډون سخت پلوی و؛ د نظر دا اختلاف بالآخره د جمعيت ډلې او دوستم تر منځ د مستقيم ټکر سبب شو او په غبرګون کې يې دوستم او ملګرو يې له شوری سره په ډېره جدي توګه پرېکون اعلان کړ، خو د دوستم او د هغه د ټيم د يادې پرېکړې په غبرګون کې جمعيت ډلې سمدلاسه له شوری څخه مروره شوې څېره، اسماعيل خان بيرته شوری ته راووست.

د کره معلوماتو له مخې د جمعيت ډلې په مجالسو کې د دوستم په ضد د قانوني، دين محمد جرئت او څو نورو کسانو له خوا ډېر سخت منفي تبليغات کېږي او په مقاومت شوری او نورو تصميم ګيريو کې يې د ځانونو لپاره يو لوی او اصلي خنډ بولي، دوی په خپل منځي مجالسو کې په دې ډير ټينګار کړی چې په مقاومت شوری او ملي مجمع کې د جمعيت ډلې او مقاومت په نوم جبهې رول بايد تقويه شي او پرې‌نښودل شي چې دوستم او ملګري يې د دوی په تصميم نيونه باندې اغېز ولري.

د څېړونکو په باور، دا په شوری کې لومړی ځل نه دی چې د دوستم سره د جمعيت ډلې او مقاومت جبهې ټکر راځي، پخوا هم څو ځله ورته پيښې تکرار شوې خو دا ځل يې له نورو سره توپير دا دی چې جمعيت ډلې په يو ډول رقابت لاس پورې کړی او هڅه کوي له شوری څخه د دوستم د پرېکون څخه په استفادې خپل رول تقويه کړي، تر څو د دوستم په شان کسان يې په تصميم ګیريو اثر ونه لري، چې ښه بېلګه یې د اسماعيل خان بيرته راستل دي، څوک چې د دوستم په اړه له پيله ډير بې باوره دی.

دا چې دا ځل به دا اختلافات تر کومه بريده دوام کوي، په اړه يې د اوس لپاره څه نه شي ويل کېدای، خو تازه د ځينو تحرکاتو او نښو نښانو څخه داسې ښکاري چې مقاومت شوری د پاشل کېدو په حال کې ده او په دواړو خواوو کې د بديلو جوړښتونو په اړه فکر کېږي. د دې جوړښتونو لومړنی څرک تېره ورځ د جمعیت ډلې په اعلامیه کې څرګند شوی، چې په دوام به یې دوستم او د اسلام‌آباد غونډې پلویان هم ګامونه واخلي او موازي جوړښت به رامنځ ته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version