د صهیونیستي رژیم د ډيموکراټ ګوند مشر یائير ګولان خبرداری ورکړی، چې که صهیونیستي رژیم غزه په بشپړه توګه اشغال کړي، نو دا به د ټولو بندیانو او سلګونه صهیونیستي پوځیانو د وژل کېدو لامل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د غزې تړانګې اداره به پر اسرائيلي پوځ واوړي او د رژیم لپاره به سترې امنيتي او اقتصادي ننګونې را ولاړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د صهیونیستي رژیم کابينه نن (پنجشنبه) د غزې د بشپړ اشغال پلان ارزوي، چې پکې د پوځي کنټرول غځول او د غزهوالو رضاکاره مهاجرت شامل دی.