د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي، چې هېواد یې په جرمني کې د خپلو نظامي ځواکونو د کمولو شونتیا ارزوي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې، چې د دې موضوع په اړه به په لنډ وخت کې پرېکړه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران جګړه کې د اروپایي هېوادونو د نه ګډون له امله پر دغې ټولنې د امریکا فشارونه زیات شوي.

ټرمپ تر دې وړاندې دا هم ویلي، چې ناټو سازمان کې د ځینو اروپایي هېوادونو پر ګډون بیا کتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version