افغانستان، هغه هېواد چې د وابسته جوړښتونو له منځه تلو او د پردیو د لاسپوڅي رژیم له پاشل کېدو وروسته، د ثبات، سرتاسري امنیت او یووالي او یو زړه‌ توب مرحلې ته داخل شوی؛ هغه مرحله چې ډېری یې د تېرو لسیزو په پرتله بې سارې بولي. په داسې یو حالت کې چې د تنظیمي جګړو، سختو سیاسي وېشونو او څرګندو استخباراتي لوبو په څېر پدیدې په بشپړه توګه له منځه تللي او ټولنه له خپلې ټولې قومي او ټولنیزې تنوع سره د یوه واحد نظم په چوکاټ کې راغلی ده.

خو همدا وضعیت، د هغو لوبغاړو لپاره چې سیاسي ژوند او ګټې یې د افغانستان په بې ثباتۍ کې تعریف شوي، د زغملو وړ نه دی. هغه چې کلونه یې له جګړې، نفاق او بحران څخه تغذیه کوله، اوس له یوه نوي حقیقت سره مخ دي: افغانستان چې نور د بهرنیو پروژو لپاره د آسانې لوبې ډګر نه دی. له همدې امله، جګړه له پوځي ډګر څخه د روایتونو ډګر ته لېږدول شوې ده؛ یوه نرمه، رسنیزه او هدفمنده جګړه.

په دې ترڅ کې، د ځینو مخالفینو په څېر د افرادو څرګندونې باید په همدې چوکاټ کې تحلیل شي. د افغانستان د راتلونکي نقشې د بدلون په اړه د ادعاوو طرح کول، یا د مقاومت په نوم د جریانونو د ظرفیت مبالغه کول، تر دې چې د یوه میداني حقیقت انعکاس وي، د ذهني واقعیت د رامنځته کولو د هڅو یوه برخه ده؛ هغه واقعیت چې په کې افغانستان بیا د یوه بحران ځپلي او د پاشل کېدو په درشل کې هېواد په توګه تصور کېږي.

خو اساسي پوښتنه دا ده: هغه هېواد(پاکستان) چې خپله له داخلي بحرانونو، ژورو سیاسي تشو، اقتصادي فشارونو او سیمه‌ییزې انزوا سره مخ دی، څنګه کولی شي د هغې ټولنې لپاره یو ریښتینی ګواښ رامنځته کړي چې د لسګونو کلونو جګړې تجربه یې تېره کړې، تر ټولو لوی زبرځواکونه یې په ګونډو کړي او د بهرنیو پروژو په وړاندې تر بل هر وخت ډېر حساس شوی دی؟

په دې ترڅ کې د مقاومت اصطلاح تر ډېره حده پر یو رسنیز مفهوم بدله شوې ده، نه په میدان کې په یو ریښتیني ځواک. هغه جریانونه چې په ټولنیزو رسنیو کې قوي شتون لري، خو په هېواد کې دننه اجتماعي او ولسي مرکز نه لري، نه شي کولی د داسې یوه هېواد لپاره د ګواښ په توګه تعریف شي چې د ایمان په غیرت او د خلکو په ملاتړ مسلح دی. دا هماغه څه دي چې د «کاغذي مقاومت» په نوم یې یادولی شو؛ هغه پدیده چې د ټولنې په عیني واقعیت کې نه، بلکې تر ډېره په پرده کې شتون لري.

له بلې خوا، هغه هېوادونه چې پخپله د ډېرو په نظر په سیمه کې په شک ورته کتل کېږي او کله نا کله د لویو قدرتونو وابسته لوبغاړي ګڼل کېږي، هڅه کوي چې د هدفمندو روایتونو په تولید سره، خپل داخلي ضعفونه د بهرنیو ګواښونو په بڼه بیا تعریف کړي. دا په سیاست کې یوه پېژندل شوې نمونه ده: له دننه څخه بهر ته د بحران لېږدول.

په هرصورت؛ د افغانستان ټولنې په تاریخ کې ښودلې ده چې د تحمیلي پروژو په وړاندې یو متفاوت غبرګون ښيي. نه هر غږ چې له بهر څخه راپورته شي په دننه کې واقعیت پیدا کوي او نه هر پلان چې په بهرنیو فکرخانو کې طرح شي د افغانستان په میدان کې د عملي کېدو وړتیا لري.

ځکه د افغانستان د خلکو داخلي جوهر، لکه څنګه چې تاریخ څو ځله شاهدي ورکړې، نه په تبلیغاتو بدلېږي او نه د مخکې جوړو شویو سناریوګانو په واسطه په ګونډو کېږي. دا خاوره د هغو قدرتونو د ازموینې ډګر وه چې په ټول هیبت سره راغلل، خو د هغو خلکو د ارادې په وړاندې چې له سختۍ څخه راپورته شوي وو دوام یې ونشو کړای.

هر پلان چې د وهم، تحریف او د دې خلکو د واقعیتونو له پامه غورځولو پر بنسټ جوړ شي، له ناکامۍ او شرميندګۍ پرته به بل برخلیک ونه لري. دا هماغه جوهر دی چې هرڅومره زیات تر فشار لاندې راشي، هغومره به صیقل کېږي؛ د پخوا په پرتله تېز، تېره او برخلیک ټاکونکی به شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version